یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهقطر حکومت له سوریې سره د عربي هېوادونو اړیکو له عادي کولو...

قطر حکومت له سوریې سره د عربي هېوادونو اړیکو له عادي کولو سره مخالفت کړی دی

ويب ډیسک

قطر حکومت له سوریې سره د عربي هېوادونو اړیکو له عادي کولو سره مخالفت کړی دی. د قطر بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سوریې ته د متحده عرب اماراتو بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته له بشار الاسد حکومت سره د اړیکو له عادي کولو سره مخالفت کړی.

امریکا ته د سفر په ترڅ کې د قطر بهرنیو چارو وزیر د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره ګډې خبري غونډې ته وویل: “هیله من یو د سوریې رژیم پر لور د ګامونو پورته کولو له لېوالتیا به هېوادونه ډډه وکړي.


ښاغلي بلېنکن هم له سوریې سره د یو شمېر هېوادونو اړیکو ښه کېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې.

قطر د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد حکومت وسله والو مخالفینو ملاتړ کاوه او دغه راز یې له ترکیې سره نژدې اړیکي درلودل، چې د سوریې له حکومت سره جدي مخالفت کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه