دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشفیق ستانکزی او عزیز الله فضلي کرکټ د تباهۍ کندې ته ورټېل...

شفیق ستانکزی او عزیز الله فضلي کرکټ د تباهۍ کندې ته ورټېل وهي

لیکوال: عبدالله افغان

عزیز الله فضلي چې د ناسم فرمان د لارې راغلی و او د ICC يوازېنۍ نیوکه هم په همدې اړوند وه او د هغه بيا ګومارنه يې ناسم کار باله، خو نوموړي د ښځینه وو کرکټ او APL مسايل وړاندې کول چې ګني د کرکټ نړيوالې شورا پرې سخت غبرګون ښودلی .

دغه راز کله چې عزیز الله فضلي متحده عربي اماراتو ته راغلی, له شفیق ستانکزي سره یې بیا د APL کولو پلان جوړ کړی او حتی د شفيق په واک کې يې ورکړی چا چې تېر ځل هم دغه ليګ بدنامه کړ. ځينې سرچينې وایې چې د همدي لپاره یې د افغانستان او زمبابوي کرکټ سیریز ځنډولو پلان هم جوړ کړی و.

یوه میاشت یې دوبۍ کې تېره کړه خو یو ځل یې هم د ICC د چارواکو سره ونه لیدل، او که لیدلي یې هم وي نو خلک یې په دي نکړل خبر چې ICC ما نه قبلوي او تر ټولو لوی مشکل زه عزیز الله فضلي یم.

اوس چې میرویس اشرف وټاکل شو، له هري خوا یې تود هر کلی وشو. د شفیق او فضلي د APL کولو او بیا د تیر ځل غوندي فساد کولو پلان هم ناکام شو نو اوس شفیق ستانکزی او عزیز الله فضلي د ICC په چارواکو ګرځوي او دا ورته وایي چې د ده سره هم مکتوب شته یا تر اوسه دوې ډلې دي چې د چیرمیني دعوي لري.

دي کار سره یې په ICC کې د افغانستان کرکټ د تباهۍ په ګړنګ ودراوه. حقيقت خو دا دی چې ا.ا باید د فضلي د دې منحوسو کارونو مخه ونيسي او بیرته يې افغانستان ته راوغواړي.

باید درې پوښتنې تري وکړي. لومړۍ دا چې د رئیس الوزراء د فرمان د نه منلو پوښتنه ترې وکړي، دویم دا چې یوه میاشت یې په دوبۍ کې تېره کړه څه یې وکړل؟ دریم د صدیقي ګروپ سره د سپانسر څلور نیم لکه ډالره قرار داد شوی هغه چیرته دی؟

او همدارنګه که د افغانستان کرکټ غواړي چې له مافیا ځان خلاص کړي نو پر شفیق ستانکزي، عزیز الله فضلي او ورته نورو مفسدو کړيو دې بنديز ولګوي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه