ويب ډیسک
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي د لیتوانیا ویلنیوس ته د ناټو سرمشریزه کې ګډون ته له ډېرو هیلو سره راغلی و.
تمه یې دا وه، چې له روسیې سره د جګړې له ختمېدو وروسته به یې هېواد د نړۍ تر ټولو ستر پوځي ائیتلاف ناټو غړی او خلک به یې ډاډ ترلاسه کړي، چې بیا به هېڅکله روسي پوځونه د دوی پر خاوره تېری و نه کړي.
برعکس له ښاغلي زېلینسکي سره داسې هېڅ پخه ژمنه و نه شوه، بلکې په اسانه ژبه ورته وویل شول، چې ”د شرطونو له پوره کېدو او د غړو هېوادونو له هوکړې وروسته ” دا چاره شونې ده.
د حیرانۍ خبره نه وه چې ښاغلي زېلینسکي دا خبره ‘بې مانا ‘ وبلله او په وینا یې دا شرطونه هم ‘مبهم ‘ دي. دی له دې کبله هم غوسه و چې د اوکرایین ته د ناټو غړیتوب ورکولو موضوع ښايي په یو ډول له روسیې سره له جګړې وروسته خبرو کې د وسیلې په توګه هم وکارول شي.
خو کله چې بیا ښاغلي زېلینسکي له ناټو مشرانو سره مخامخ ولیدل، دیپلوماتیکې لړې کېناستې. د چارشنبې پر ورځ دوی ټولو هغه ته ډاډ ورکړ چې وضعیت بدل شوی او دا چې اوکرایین به یوه ورځ د ناټو غړی هېواد وي.


