ويب ډیسک
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، که څه هم د افغان کډوالو د کره شمېر په اړه مالومات نه شي ورکولای خو د دوی د مالوماتو له مخې، څه د پاسه پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسېږي.
هغه د ایران کورنیو رسنیو ته ویلي چې د ایران امنیتي بنسټونه په دې برخه کې خپل فعالیت او څارنه لري خو دغو کډوالو ته رسېدنه «لازیاتې څارنې ته اړتیا لري.»
دغه ایراني چارواکي د یوه «لاپیاوړي جوړښت» په لرلو په ټینګار سره ویلي هیله من دی «د کډوالۍ ملي سازمان» چې د ایران پارلمان ته یې وړاندیز شوی، تصویب شي.
په تېرو کابو دوو کلونو کې زرګونه افغانان ایران ته کډه شوي دي. ډېری دغو کډوالو د دوی په وړاندې د ایران د امنیتي ځواکونو پر ناسم چلند نیوکې کړې دي.


