سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغان کډوالو ۳۰۹ کسیزه ډله په يوې چارتر الوتکه کې د...

د افغان کډوالو ۳۰۹ کسیزه ډله په يوې چارتر الوتکه کې د کاناډا ته رسېدلې ده.

ويب ډیسک

کاناډايي چارواکي وايي، چې د افغان کډوالو ۳۰۹ کسیزه ډله په يوې چارتر الوتکه کې د کاناډا کلګري ښار ته رسېدلې ده.

د کاناډا د کډوالو چارو وزير شان فريزر د دغه خبر پخلی کړی او ويلي يې دي، چې دغه پرواز کې هغه کډوال شامل ؤ، چې تېرو کلونو کې يې د کاناډ له حکومت سره کار کوه او همداراز د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې یې فعالیت درلود.

د کاناډ حکومت له دې وړاندې هم افغان کډوالو ته د پناه ورکولو د پروسې د ګړنديتوب په اړه څرګندونې کړي او ويلي يې دي، چې د روان زېږديز کال تر پايه به کاناډا ته د افغان کډوالو شمېر ۴۰ زرو ته ورسوي.

د ت.البانو په بيا واکمنېدو سره ګڼ شمېر افغانانو د افغانستان ګاونډ هېوادونو په شمول اروپايي او امريکايي هېوادونو ته مخه کړه او دا لړۍ لا هم روانه ده.

#Canada #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه