سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهرویټرز: د خبرو لپاره امریکا چمتو خو ایران لاهم نه ده چمتو...

رویټرز: د خبرو لپاره امریکا چمتو خو ایران لاهم نه ده چمتو شوي

د رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، متحده ایالاتو ډاډ څرګند کړ چې له ایران سره به د سولې خبرې اترې په پاکستان کې ترسره شي او یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي وویل چې تهران د ګډون په اړه فکر کوي، خو د اوربند د پای ته رسیدو سره سم د پام وړ خنډونه او ناڅرګندتیا پاتې ده.

په دغه راپور کې راغلي، په جګړه کې د دوو اونیو اوربند په څو ورځو کې پای ته رسیږي او سره له دې چې ایران مخکې د دې اونۍ د خبرو اترو دوهم پړاو رد کړ، په خبرو اترو کې ښکیلې یوې پاکستاني سرچینې رویټرز ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ د خبرو اترو بیا پیل لپاره حرکت شتون لري. «هڅې مخ په وړاندې روان دي او خبرې اترې سبا ته په لاره دي،» سرچینې د سه شنبې په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولی شي په شخصي توګه یا په مجازی ډول ګډون وکړي، که چیرې یو تړون لاسلیک شي.

ځینو نورو نړيوالو رسنيو راپورونه ورکړی، د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس به د سه شنبې په ورځ د خبرو اترو لپاره پاکستان ته سفر وکړي، د متحده ایالاتو سرچینو او وال سټریټ ژورنال په حواله وویل چې ایران سیمه ایزو منځګړو ته ویلي چې دوی به د سې شنبې په ورځ پاکستان ته یو پلاوی واستوي، د هغو خلکو په حواله چې له دې موضوع سره بلد دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه