ویب ډیسک
د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي وايي د ایران دښمنان د دې هیواد پرمختګونو پرېشانه او غوسه کړي دي.
هغه مشخصاً د کوم هیواد نوم نه اخلي، خو تر دې وړاندې یې امریکا «بدمعاش» هیواد بللی و.
خامنه اي زیاتوي، دښمن هیوادونه یې واقعیتونه نه، بلکې خپل نظریات د دروغو د خبرونو په بڼه رسنیو کې خپروي.
نوموړی دا څرګندونې له هغې وروسته کوي چې پرون په عمان کې د ایران او امریکا استازو د خبرو اترو لپاره لومړۍ ناسته وکړه.
خامنه اي تر وړاندې ویلي وو چې امریکا سره به په هېڅ صورت خبرې ونه کړي، ځکه په وینا یې، امریکا غواړي چې د خبرو اترو له لارې خپل شرایط پر دوی تحمیل کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی و چې که ایران خبرو اترو ته تیار نه شي، پر اتومي تاسیساتو به یې برید وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت امریکایي اړخ سره د خبرو لومړۍ ناسته ښه او رغنده بللې ده.
# #IRAN #US #USIRANTALKS


