ویب ډیسک
کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
بیکدلي شنبه د وري پر ۲۳مه د سویلي خراسان له والي سره په کتنه کې زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سیمو پیاوړتیا په کاري لومړیتوب کې ده.
نوموړي ویلي، دوی هڅه کوي چې د ماهیرود ـ سربیشه سړک له لارې د افغانستان فراه ولایت ته د تګ راتګ لاره پیاوړې کړي او دا لاره د سویلي خراسان له حلقوي کمربند سره ونښلوي.
بیکدلي ټینګار کړی: « د روان کال د شعار د تحقق لپاره باید د تولید او صادراتو زمینې برابرې، ذهنیتونه بدل او اړینې اسانتیاوې برابرې شي.»
په وروستیو ورځو کې یو شمېر ایراني چارواکو د هرات له صنعتي ښارګوټي او د خواف ـ هرات له وسپنې پټلۍ د کتنې لپاره دغه ولایت ته سفر کړی و.


