ویب ډیسک
په کندز ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې شپږ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
مسوولان وایي وسله والو طالبانو تیره شپه د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی،
چې له امله یې شپږ سرتیري وژل شوي او پنځه نور طالبانو له ځان سره بیولی دي.
افغان امنیتي چارواکي وایي، په برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.


