ويب ډيسک
نړیوالو رسنیو ویلي، د امریکا د سمندري ځواکونو یوه الوتکه د سان دیاګو په سواحلو کې لوېدلې او دواړه پیلوټان یې ژغورل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، دغه الوتکه د چهارشنبې په ورځ د سان ډیاګو ساحل ته څېرمه په خلیج کې رالوېدلې ده.
راپور وايي، دواړه پیلوټان د امریکا د ساحلي ګارد له خوا ژغورل شوي دي.
د الوتکې د لوېدو د لامل په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.
په ویرجینیا کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.


