یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهشهباز شریف: افغانستان باید د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې همکاري...

شهباز شریف: افغانستان باید د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي

ويب ډيسک

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یو ځل بیا د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د افغانستان د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

شهباز شریف نن (پنجشنبه) د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې ترهګري د پاکستان او ترکیې ګډه اندېښنه ده.

هغه ويلي: “مونږ په ګډه له دې ګواښ سره مبارزه کوو او تر هغې، چې مات یې نکړو أرام به نشو. افغانستان یو ګاونډ هېواد دی او مونږ تمه لرو، چې افغانستان به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي او ترهګرۍ ته به اجازه ورنکړي، چې خپره شي.”

د دوی حکومت تل ادعا کړې، چې په پاکستان کې بریدونه له افغانستان څخه تنظیم شوي دي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي او څرګندوي؛ اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه