دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍنتنیاهو وایي په سوریه کې هغه ستراتيژيک نظامي تاسیسات او وړتیاوې له...

نتنیاهو وایي په سوریه کې هغه ستراتيژيک نظامي تاسیسات او وړتیاوې له منځه وړي

ويب ډيسک

د اسرائیل صدراعظم بنيامین نتنیاهو وایي په سوریه کې هغه ستراتيژيک نظامي تاسیسات او وړتیاوې له منځه وړي چې د بشر الاسد په مشرۍ له پخواني حکومته پاتې شوي دي.

نوموړی وایي یاد اقدام په دې خاطر کوي چې پاتې شوي تاسیسات او تجهیزات د جهادي ډلو لاس ته ور نه شي.

هغه په یوه ویډیويي کلپ کې وايي په سوریه کې د لاسوهنې نیت نه لري، خو خپل امنیت په قطعي ډول ټینګوي.

نتنیاهو زیاتوي د سوریې له نوي رژیم سره عادي اړیکې غواړي، خو په وینا یې که چېرې یاد رژیم ایران ته په سوریه کې د استقرار فرصت ورکړي، نو د بشر الاسد د رژیم پر برخلیک به اخته شي.

د یادونې وړ ده چې د بشر الاسد د رژیم له ړنګېدو وروسته اسرائیلي ځواکونه د سوریې خاورې ته ننوتل او د هغوی په وینا «دفاعي عملیات» یې پیل کړل.

بل خوا راپورونه خپاره شوي چې اسرائیلي هوایي ځواکونو سوریه کې دننه نږدې ۳۰۰ ځایونه بمبار کړي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه