ویب ډیسک
د افغانستان په کندز ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، د نن سهار چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د افغانستان د کندوز ولایت امنیه قوماندانۍ ویلي دا چاودنه نن سهار شاخوا اته نیمې بجې کندز ښار کې کابل بانک ته څېرمه شوې چې پنځه سرتېري پکې وژل شوي او د عامو خلکو په ګډون ۷ نور ټپیان دي.
وژل شوي د ملکي او امنیتي ادارو مامورین دي، چې د خپلو معاشونو د اخیستلو لپاره کابل بانک ته په لاین کې ولاړ وو.
افغان چارواکو ویلي، د چاودنې په تړاو یې څوک نه دي نیولي خو پلټنې یې پیل کړې دي.
تراوسه د یاد برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې یا چا نه دی منلی.


