ويب ډيسک
د نړۍ هر وګړی غواړي مالي ثبات او شتمني ولري، خو دا هدف یوازې د هیلو او خیالونو په واسطه نه ترلاسه کېږي. پیسهدار کېدل د ښه پلان جوړونې، سم مدیریت، نوښت او دوامداره هڅو پایله ده. که څوک غواړي مالي بریا ترلاسه کړي، باید له وړو منابعو ګټه واخلي، له وخت څخه په غوره توګه استفاده وکړي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره منظم ګامونه پورته کړي.
پیسهدار کېدل یوازې د ډېرو عوایدو په لرلو پورې اړه نه لري، بلکې د عوایدو هوښیار مدیریت او د سمې پانګونې په وسیله ترلاسه کېږي. د دې ترڅنګ، د پرمختللو مهارتونو زده کړه او د نوي فکرونو منل هم مهم رول لوبوي. په داسې نړۍ کې چې رقابت ورځ تر بلې زیاتېږي، یوازې هغه کسان چې نوښتګر او مالي نظم لرونکي وي، بریالي کېږي.
موخه: په دې مقاله کې به پر هغو مهمو کړنو، لارو چارو او اصولو به خبرې وکړو چې له لارې یې انسان کولای شي مالي بریاوې ترلاسه کړي او په تدریجي ډول شتمن شي. دا لارښوونې نه یوازې د پیسهدار کېدو رازونه ښکاره کوي، بلکې د مالي ژوند د ښه کولو لپاره عملي وړاندیزونه هم وړاندې کوي.
پیسهدار کېدل یوازې د بخت او چانس پورې تړاو نه لري، بلکې د هوښیارې پلان جوړونې، سخت کار، او مالي نظم غوښتنه کوي. که څه هم هر څوک یو ثابت مسیر نه لري، خو ځینې اساسي لارې او کړنې شته چې له هغې په مرسته انسان کولی شي مالي ثبات او شتمني ترلاسه کړي.
لمړی – باید خپلو عوایدو او لګښتونو ته باید کتنه وشئ او د بودیجې یو منظم پلان جوړ کړل شئ.او
هره میاشت یوه ټاکلې اندازه پیسې سپما ته ځانګړې کړل شي.
دوهم- خپل مسلک کې مهارتونه لوړ کړل شئ ترڅو لوړ معاشونه ترلاسه کړئ. همدا راز د بازار اړتیاوو ته په کتو نوې مهارتونه زده شئ لکه پروګرامینګ، ډیجیټل مارکیټینګ یا د سوداګرۍ مدیریت.
دریم- د یوې وړې سوداګرۍ پیل کول که څه هم لومړی سخت ښکاري، خو په اوږدمهال کې ډېر ګټور وي. د بازار اړتیاوو ته په کتو یو نوښتګر خدمت یا محصول وړاندې کړل شئ.تر څو خپلې پیسې په املاکو، سهامونو یا نورو ګټورو ځایونو کې پانګونه شي؛د پانګونې لپاره له متخصصینو مشوره واخیستل شئ ترڅو خطرونه کم شي.
څلورم- غیر ضروري لګښتونه کم شي او یوازې په هغو شیانو پانګونه وشي چې ارزښت زیاتوي. او د تخفیفونو او ځانګړو وړاندیزونو څخه ګټه واخیستل شي.
پنځم- وخت ستاسو تر ټولو مهمه شتمني ده. هغه فعالیتونه چې پیسې نه تولیدوي یا ستاسو پرمختګ ته زیان رسوي، محدود کړل شئ. او د وخت مدیریت زده شئ او خپلې هڅې په ګټورو کارونو متمرکز شي.
په مالي مدیریت، پانګونې او سوداګرۍ کې دوامداره زده کړې وشي.او د بریالیو خلکو ژوند او کړنې مطالعه کړل شي ترڅو له هغوی الهام واخلئ.
په اخیره کې پیسهدار کېدل یو تدریجي بهیر دی چې صبر، هوښیاري او د دوامداره هڅو غوښتنه کوي. که د پورته کړنو په عملي کولو ټینګ هوډ وکړئ، نو نه یوازې مالي ثبات بلکې شتمني ته هم رسېدل ممکن دي.


