ویب ډیسک
د طالبانو مشر، هبت الله اخندزاده په خپل اختريز پيغام کې ادعا کړې چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې خنډونه ايجادوي، خو ارګ دغه خبره رد کړې ده. د طالبانو مشر همداراز پر مذاکراتو او تفاهم ټينګار کړی دی. خو افغان حکومت بیا پر طالبانو تور لګولی چې سولې ته اراده نه لري او غواړي د سولې له پاره رامنځ ته شوی فرصت سبوتاژ کړي.
تيره ورځ په کابل کې د یوه ښوونځي مخې ته په چاودنه کې له پنځوسو ډير زده کونکي ووژل شول. د افغانستان ولسشمر د دغه بريد پړه پر طالبانو اچولې ده.
په دې اړه د ارګ په اعلاميه کې ويل شوي چې طالبانو خپل نامشروع جنګ ته په شدت ورکولو سره يو ځل بیا وښودله چې دوی د افغانستان د کشالې د سوله ييز او اساسي حل اراده نه لري، »بلکې د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې لپاره برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.» خو د طالبانو د مشر په اختريز پيغام کې د ښوونځیو او پوهنتونو پر ساتنې ټينګار شوی دی او زیاته شوې:
«په جنګونو کې ملکي خلکو ته زیان رسیدل او د هغوی تلف کیدل د ډيرې خواشینۍ او د تاسف وړ دی.» دغې ډلې د کابل په پروني برید کې خپل لاس لرل هم رد کړي دي. خو افغان حکومت بیا طالبان په خپلو خبرو کې صادق نه بولي.


