دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهغني :افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د نوي فصل د پیل...

غني :افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د نوي فصل د پیل په معنی دی

پښتو جرنل
جمهوررئیس محمد اشرف غني  د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پین سره په کتنه کې د افغانستان او استرالیا ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا، سولې پروسې او له بین المللي ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د نوي فصل په رڼا کې د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني په تېرو شلو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د دوست هیواد استرالیا د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه وې ویل، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د نوي فصل د پیل په معنی دی، د افغانستان او دوست هیوادونو ترمنځ اړیکې پر خپل ځای او د افغانستان او استرالیا اړیکې به د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ لاپیاوړې شي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماريس پین د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د ملاتړ ترڅنګ د هغو پر خوندیتوب ټینګار وکړ وې ویل، که څه هم استرالیا په افغانستان کې خپل نظامي حضور پایته رسوي، اما د افغانستان حکومت او خلکو سره زموږ ژمنه پر ځای ده او د دواړو هیوادونو ترمنځ به په انکشافي او اقتصادي برخو کې اړیکې لا پیاوړې او دوامداره شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه