لیکنه :دوکتور نوراحمد خالدي
د ګندمک تړون
د ګندمک تړون (۱۸۷۹ز) د انګرېز – افغان دوهم جنګ په لړ کې، د ۱۸۷۹ز د می په ۲۶مه د انګرېز استازي لویس کیوناري او د امیر محمد یعقوب خان تر منځ لاسلیک شو. دغه جګړه د برتانیې د استعماري یرغل په ترڅ کې وه چې هدف یې د نفوذ پراخول او د روسیې په وړاندې د یوه حایل سیمه جوړول وو. د دې تړون تر ټولو مهمې مادې درېیمه او څلورمه وې:
ماده درېیمه: امیر د دې منلو ته اړ شو چې په بهرني سیاست کې له برتانیې سره مشوره وکړي، د هیڅ بل حکومت سره تړون ونه کړي او د هغوی پر وړاندې وسله وانخلي. د بهرني یرغل په صورت کې به برتانیه د خپلې خوښې سره سم د افغانانو د دفاع لپاره پوځ، وسلې او پیسې ورکړي. برتانوي پوځ به وروسته له افغانستانه بیرته د هند خاورې ته ستون شي.
ماده څلورمه: په کابل کې به د برتانیې استازی د خپل ساتونکي پوځي پلاوي سره مېشت وي. د اړتیا پر مهال، برتانوي استازي له عسکرو سره د افغانستان په سرحداتو کې ځای پر ځای کېدای شي. امیر هم د خپلې خوښې او د دواړو لوریو په توافق کې کولای شي استازی د هند دربار ته واستوي.
دا یو یو اړخیز او استعماري تړون و چې په نړیوال حقوقو کې د “نابرابرو تړونونو” (Unequal Treaty) په نوم پیژندل کېږي. ځکه د امضا پر مهال د افغان لوري رضا آزاده نه وه، بلکې د فشار، ګواښ او زور تر اغېز لاندې لاسلیک شوی و. امیر یعقوب خان له پوځي ماتې وروسته دې ته اړ شو چې دا ومني. د لویس دوپري په وینا، دا تړون افغانستان د “لاسپوڅي حالت” (Vassalage) ته نږدې کړ.
خو تړون عملي نشو. ډېر ژر د کابل ولسي پاڅون د برتانیې استازی، سر لویس کاوایناري، او ټوله پلاوي ووژل. ورپسې امیر یعقوب خان له واکه لیرې او جګړه دوامداره شوه. د هغه ځای ناستي امیر عبدالرحمن خان د برتانیې تر سیوري لاندې واک ته ورسېد، خو د ګندمک د خفتبارو مادو د بشپړې منلو نه ډډه وکړه او په وروسته مذاکراتو کې یې د افغانستان د حاکمیت لپاره لږ تر لږه ښه شرایط تر لاسه کړل.
میر غلام محمد غبار لیکي چې دا تړون د کابل د خلکو په پاڅون سره لغوه شو. خو ځینې لیکوالان باور لري چې د ګندمک پر بنسټ افغانستان د ۱۹۱۹ د راولپندي تړون پورې خپلواکي له لاسه ورکړې وه. ایا دا برداشت سمه ده؟
د دویم نړیوال جنګ وروسته د امریکا تړونونه
اوس که د ګندمک لنډمهاله تړون “استعماري” ګڼل کېږي، نو ایا کولای شو ووایو چې هغه هېوادونه چې د امریکا تر پوځي حضور لاندې پاتې شول ـ لکه لوېدیځې اروپا، جاپان، سویلي کوریا، فلیپین او د آرام سمندر ګڼ ټاپوګان ـ هم د “استقلال د بیا ترلاسه کولو” اړتیا لري؟ ځکه امریکا تر ننه خپلې ستراتیژیکې اډې او نفوذ د “اتحادونو” تر نامه لاندې نه دي پای ته رسولي.
په همدې تړاو د ګندمک تړون د امریکا – لوېدیځې اروپا تړونونو سره پرتله کوو:
د ګندمک تړون او د امریکا تړونونه (آلمان، جاپان، نور اروپايي هېوادونه)
ګندمک (۱۸۷۹):
د انګرېز – افغان جګړې پایله.
هدف: د روسیې د نفوذ مخنیوی، د هند د سرحد ساتنه.
ماهیت: نابرابر، استعماري، د بهرني سیاست بشپړ تسلیم.
پایله: لنډمهاله، د ولسي مقاومت له امله لغوه شو.
د امریکا تړونونه (له ۱۹۴۵ وروسته):
د دویم نړیوال جنګ پایله، د آلمان او جاپان اشغال.
هدف: د نازیسم او میلیتاریزم د بیا راژوندي کېدو مخنیوی، د شوروي پر وړاندې د متحد جبهې جوړول.
ماهیت: د امنیتي اتحاد تر نوم لاندې، خو د امریکا د دایمي پوځي اډو مشروع کول.
اقتصادي اړخ: د مارشال پلان له لارې د اقتصاد بیا ودانول، خو په عین وخت کې د امریکا تابع کول.
پایله: د اوږدمهاله نظامي حضور نهادینه کېدل. آلمان او جاپان نن هم د امریکا له پوځي اډو خلاص شوي نه دي او د بهرنۍ تګلارې په برخه کې د امریکا پالیسیو ته پابند پاتې دي.
تحلیلي پرتله
۱. استعمار پخوانی او نوی:
ګندمک د ښکاره استعماري تسلط بېلګه وه.
د امریکا تړونونه د “نوي استعمار” بڼه لري، چې د اتحاد، امنیت او بیا رغونې په نوم عملي شوي.
۲. معامله:
په ګندمک کې افغانستان یوازې لږ مالي مرسته تر لاسه کړه.
په آلمان او جاپان کې بیا د مارشال پلان له لارې پراخه اقتصادي بیا رغونه ترسره شوه.
۳. پایله:
ګندمک لنډمهاله پاتې شو، ځکه ولس یې ونه مانه.
د امریکا تړونونه د اوږدمهالې جوړې شوې اقتصادي
امنیتي اړتیاوو له امله د منلو وړ شول، خو بیا هم د حاکمیت پر محدودیت ولاړ دي.


