یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبينن پایلوبه کې افغانستان او پاکستان مخامخ کیږي

نن پایلوبه کې افغانستان او پاکستان مخامخ کیږي

ویب ډیسک

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز کرکټ د درې اړخیزې لوبلړۍ په فاینل کې نن له پاکستان سره مخامخ کېږي.

 

دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوه نیمو بجو د شارجي د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده. ملي لوبډلې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د لوبلړۍ د ګروپي دور وروستۍ سیالي تېره جمعه له متحده عربي اماراتو څخه وګټله او له پاکستان سره فاینل ته ووتله.

 

په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ کپټاني وکړه ځکه کپټان راشدخان او محمد نبي، فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او صدیق الله اتل ونه لوبېدل او پر ځای یې ځینې نوي لوبغاړي اخیستل شوي وو، خو تمه ده چې په نننۍ لوبه کې به د افغان لوبډلې کپټان او نور مخکښ غړي لوبغاړي شامل وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه