یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد ټروډو د استعفاء په اړه د ټرمپ غبرګون؛ کاناډا باید د...

د ټروډو د استعفاء په اړه د ټرمپ غبرګون؛ کاناډا باید د امریکا ایالت شي

ويب ډيسک

د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د کاناډا د لومړي وزیر جسټېن ټروډو د استعفا په غبرګون کې ویلي، کاناډا باید د امریکا یو ایالت شي.

 

ټرمپ ویلي، اوس د دې کار لپاره مناسب وخت دی چې اقدام وشي.

 

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د ټرمپ له قوله لیکلي: «که کاناډا له امریکا سره یو ځای شي، نو تعرفې به له منځه ولاړې شي، مالیات به راکم شي، او دوی به د روسي او چینايي بېړیو له ګواښونو بشپړ خوندي شي.»

ټرمپ زیاته کړې، چې د کاناډا ډېری خلک دا خوښوي څو هېواد یې د امریکا ۵۱م ایالت شي.

د ټرمپ په وینا امریکا نور هغه لوی سوداګریز کسرونه او اقتصادي ملاتړ چې کاناډا ورته د دوام لپاره اړتیا لري، نشي زغملی.

 

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو پرون دوشنبه د لیبرال ګوند له مشرۍ او صدراعظمۍ دواړو نه استعفا ورکړه.

 

په دې سره کاناډا کې ۹ کلنه واکمني ختمه شوه او د معلوماتو له مخې راتلونکو ټاکنو ته هم بیا ځان نه کاندیدوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه