یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسلام اباد کې د المان د ډیپلوماټ مړی موندل شوی

اسلام اباد کې د المان د ډیپلوماټ مړی موندل شوی

ويب ډيسک

په اسلام اباد کې د جرمني د سفارت دویم سکرتر توماس فیلډر په یوه ډیپلوماټیکه سیمه کې اوسېده، چې ډېر امنیت یې نیول شوی.

 

د پوليسو يوه چارواکي د دوشنبې په ورځ ناوخته د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي د دغه جرمن ډپلوماټ مړی داسې حال کې موندل شوی چې هغه له دوو ورځو خپلې دندې ته نه وو ورغلی.

 

پولیسو ویلي د دغه جرمن ډپلوماټ د مړي د عدلي معایناتو لپاره سفارت د هغه له کورنۍ سره په تماس کې دي.

 

راپورونو کې ویل شوي چې په یاد ډپلوماټ مخکې هم سکته راغلې وه.

 

د دې خبر تر لیکلو پورې جرمن چارواکو یا په اسلام اباد کې د جرمني سفارت په دې تړاو څه نه دي ویلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه