لیکنه: زمری محقق
د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې خاطره:
په ۱۹۶۴ کال کې، د ډاکټر محمد یوسف د انتقالي حکومت پر مهال، میوندوال د مطبوعاتو وزارت مسوولیت په غاړه واخیست. په ۱۹۶۵ کال کې، کله چې د درېیم عقرب د پېښې وروسته ډاکټر محمد یوسف له خپلې دندې استعفا ورکړه، پاچا په بیړه میوندوال د صدراعظم په توګه وټاکه، او هغه د ۱۳۴۴ کال د عقرب په اوومه خپله کابینه اعلان کړه. خو په اکتوبر ۱۹۶۷ کې یې د صدارت له دندې استعفا ورکړه او د درملنې لپاره بهر ته ولاړ.
په ۱۹۶۹ کال کې د ملي شورا د دیارلسمې دورې په ټاکنو کې یې ځان له مقر څخه کاندید کړ، خو شورا ته یې لار ونه موندل.
دا نو هغه وخت دئ چی زه د ښونځی د اوم یا اتم ټولګۍ زده کوونکی وم . زما پلار مرحوم محمد علم بڅرکي چی په دغه وخت کی د مساوات (مترقی دیموکرات) د ګوند د لومړي سکرتر دنده په غاړه وه، ماته یې وویل چی ته به نن مازدیګر مقر (غزنی) ته ولاړ سی او یو څه شیان به د میوندوال صاحب تر انتخاتابي حوضې پوری ور ورسوی.
نو یو څو افغانۍ یې د تشویق په خاطر هم راکړی او د کندهار د کابل دروازی د ترکاری خرڅولو سرای ته په داسی حال کی چی خدای بخښلی عارض صاحب او یو دوه نور د مساوات د مرکزی هستی غړي هم ورسره وه ولاړو.
د ترکاری، غوښو او نورو د اړتیا وړ توکو په رانیولو (پېرولو) یې پیل وکړ ، څو چی دوی درې بوجۍ یې ډکی کړی. دا نو داسی وخت ؤ چی د مازدیګر لمر مخ پر لویدو ؤ. د خوراکی موادو ډکي بوجیانی یې ټوله یوي لاری موټر ته واچوی او پلارم راته وویل چی موټر ته پورته سه د ا بوجیانی به مقر ته ورسوی او هلته به یې څوک درڅخه واخلی.
زه هم په مخکی د موټروان څنګ ته کښیناستم او د مقر په لور مو حرکت وکړ. زه چی په دغه وخت کی تنکی ځوان وم او تراوسه پوري می دا سی اوږد سفر نه وو کړی، فکر می کوی چی درې یا څلور ساعته وروسته به مقر ته ورسیږو …. خو د لاری تاریکی، د سړک خرابي او د موتر دروندو والی او زړښت د دې سبب سو چی زما د توقع په خلاف ساعتونو ساعتونه یې دوام وکړ تر څو د شپی پر درو بجو مقر ته ورسیدو.
په داسی حال کی چی دې اوږدې لاري او زاړه موټر ډیر ستړی کړی او د خوبه ځنګیدم ، موټروان ږغ راباندي وکړ چی هلکه تاسه مقر راورسیدئ. زه هم کښته سوم خو زما د هیلي خلاف هلته هیڅوک وه چپه چوپتیا وه، یوازی د سپیانو غپاوی او د چغالانو انګولاوی اوریدل کیدې (په غه وخت کی د مقر پر لویه لاره دکانونه هم نه وه. موبایل ټیلفون خو بیخي چا نه پیژندۍ). موټروان هغه درې یا څلور بوجۍ مال دسړک پر غاړه راته وغورځوی او موتر حرکت وکړ.
اوس نو زه چی کابود یدیرلسو یا څورلسو کالو هلک وم په دې نیمه شپه کی یو وار دې بوجیانو ته ګورم بیا دا توره دربه او بیا هم د سپیانو او چغالانو ږغونو ته متوجه سم. هک پک ولاړ یم چی څه وکړم؟
په پای کی مخامخ یوه ځنګل ته په ځیر ځیر وکتل څو چی د ونو د منځ څخه می لیري یو څه رڼا ولیدل، فکر می وکړ چی دلته ښایي یو څوک وی چی مرسته راسره وکړی. لنډه یې دا چی لکه څنګه چی وائی (مجبورته مه وایه غښتلی ) سره له دې چی د سپیانو او پیریانیانو ویره راسره وه په دې ځنګله ور ننو تلم، که څه هم د افاصیله ښایې تر نیم کیلومتر زیاته نه وه خو پر مادومره اوږده سوه لکه د څو کیلومترو مزل.
په پای کی دغه زړې ودانۍ ته ورسیدم ، ښایې زما د بوټو په ټک او ټوک پیره دار د خوبه راکښینستلی وي ، په ډیره وارخطائی یې ږغ راباندی وکړ دریش څوک ئي!
په دی ږغ سره زهم وډاریدم او په عین حال کی خوښ سوم چی دا دئ یو څوک پیداسوچی ښایی مرسته ر اسره وکړي.
ما هم په ریږدیدلی ږغ خپل بیان ورته وکړ . په جواب کی یې راته وویل هو سمه ده دا د مقر د مخابراتو څانګه ده ته پر هغه چوکی کښینه موږ به د میوند وال د انتخاباتی حوضی سره اړیکي ونیسو ، بیا یې نو د هنډ لکي تیلفون ګوشکه را پورته کړل په ډیر مشکل سره یې څوک وموندی او جریان یې ورته وویلی. بیا یې نو ماته مخ راواړوی چی دا دئ اوس به یو څوک راسي تا به بوزی زه هم په داسی حال کی چی وږی، تږی، ستړی اوسترګی می هم د خوبه ډکی دي په بی صبرۍ سره د هغه د راتګ په هیله کښیناستم. څو چی کابو یونیم ساعت وروسته یو تور لوکس موټر راغلی او زه ورسره کښېناستم. مټروان لومړی پوښتنه وکړل چی راوړل سوي مواد او بوجۍ چیرته دی؟
ما ورته وویل چی هغه د لارۍ موټروان د عمومی سړک پر غاړه راته و غورځول اوس به ورسو که چا نه وه وړی، راوابه یې خلو.
هلته چی ورغولو مالونه نه ښکاریدل او ماته یې هم ټاکلی ځای په دې توره شپه په دقیقه توګه نه وو را معلوم ، موټر درې څلور وارا کښته او پور ته ولاړی په پای کی یې بوجانی وموندلي. او د تاکنو د مرکز په لور ، چی مرحوم میوند وال هم هلته وو، حرکت وکړ.
دا نو د سهار کابو پنځه نیمي بجی وی هلته هم ټوله په خواږه خوب بیده وه ما موټر وان ته وویل چی زه هم وږی او هم تږی یم هغه دستی هګی را بخې کړئ. تر چښلو او خوړولو وروسته څو ساعته ویده سوم. کله چی د خوبه څخه راپورته سوم نو می د لومړی ځل لپاره د مرحوم میوندو ال سره ولیدل او ټوله جریان می ورته بیان کړ خو دا چی ده به څه راته ویلی وی هغه می نه دی پیاد .
په دی سبا د ټاکنو ورځ پیل سول ، په سرای کی د خوړو غټ غټ دیګونه باندی سول او خلک هم ډلی ډلي وتل او ننو تل.
لنډه دا چی که څه هم موږ وایو چی په پاچهی نظام کی د ۱۳۴۳ کال د اساسی قانون د رامنځ ته کیدو سره سم دیموکراسی هم رامنځ ته سول ، خو د دې نیم بنده ډیموکراسی څرګنده نمونه په مقر کی د شهید میوندوال د انتخاباتو بیلګه ده چی سرکار نه غوښتل چی میوند وال دی شورا ته لاره پیدا کړی نو یو سماورچی یې دده په مقابل کی شوراته کامیابه کړ . د میوندوال د لیاقت او وړتیا سره سره د هغه او د مساوات د ملګرو انتخاباتی هلی ځلی د میوندو وال د شوراته د نه تګ په اساس بې تنیجی پاته سوي .
د یادولو وړ ده چی :
میوندوال د پرمختللې دیموکرات جمعیت غورځنګ بنسټګر و. د دې ګوند مرامنامه د ۱۹۶۶ کال په اګست میاشت کې د افغانستان له راډیو خپره شوه. دا مرامنامه د لوېدیځ د سوشیال ډیموکراسۍ په طرز ولاړه وه. د هغه اصلي سیال د خلق دیموکراتیک ګوند ګڼل کېده. د دې ګوند خپرونه د «مساوات» په نوم خپرېده. میوندوال غوښتل چې مشروطه پاچاهي، سوسیالیزم، مليپالنه او د خلکو واکمني د شاهی مشروطه حکومت په چوکاټ کې رامنځته کړي. هغه ټینګار درلود چې هر ډول بدلونونه باید د اسلام د سپېڅلي دین له اصولو او احکامو سره سم وي، او دغه طریقه باید د پرمختللې دیموکرات عقیدې پر بنسټ هم ولاړه وي. د میوندوال د شعار سر ټکی د یوې کلتوري انقلاب راوستل و.


