یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایلن ماسک ویلي، که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې...

ایلن ماسک ویلي، که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای.

ويب ډيسک

د ولسمشر ټرمپ او د هغه میلیاردر حکومتي شریک ایلن ماسک ترمنځ سیاسي دوستي په لفظي شخړو اوښتې ده.

دا شخړې وروسته هغې پیدا شوې، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د ایلن ماسک پر شرکتونو د حکومتي قراردادونو د بندولو ګواښ وکړ.

له دې څرګندونو وروسته د ټیسلا ونډې په یوه ورځ کې تر ۱۴٪ زیاتې راوغورځېدې، چې دا د شرکت په تاریخ کې تر ټولو ستر مالي زیان و – شاوخوا ۱۵۰ میلیارده ډالره.

دا شخړه څو ورځې وړاندې هغه مهال پیل شوې، کله چې ماسک د ټرمپ پر نوي مالیاتي قانون سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې دا قانون به د هېواد ۳۶.۲ ټریلیونه ډالر پور لا ډېر کړي.

خو ټرمپ وايي، تر ټولو آسانه لاره چې موږ د بودیجې ملیاردونه ډالر خوندي کړو، دا ده چې د ایلن حکومتي مرستې او قراردادونه ختم کړو.

د ټیسلا، سپیس ایکس، ایکس شرکتونو مشر چې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ ملګرتیا ته ورغی، د هغه په کمپاینونو کې یې نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر مصرف کړل.

ایلن ماسک د وروستیو شخړو په دوام ویلي، چې که دی نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای.

ټرمپ د جرمني له لومړي وزیر فریدریش میرز سره د لیدنې پر مهال زیاته کړې چې پخوا یې له ماسک سره ښې اړیکې لرلې، خو اوس ډاډه نه دی چې دا اړیکې به دوام وکړي که نه.

بل خوا لویو سوداګرو پر ماسک نیوکې کړې دي، چې سیاست ته په مخ ور اړولو یې له خپلو سوداګریزو مسوولتونو مخ اړولی دی.

خو ایلن ماسک په یوه ټویټ کې ټولپوښتنه کړې او ویلي دي، چې آیا وخت یې دی چې امریکا کې یو نوی سیاسي ګوند جوړ شي؟

# #US @elonmusk @POTUS

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه