یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزی وايي،د نجونو د زده کړو غوښتنه د افغانانو ده.

حامد کرزی وايي،د نجونو د زده کړو غوښتنه د افغانانو ده.

ویب ډیسک

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا پر زده کړو له ټینګار سره ویلي، چې د نجونو زده کړو غوښتنه د افغانانو ده.

 

کرزي د هغه د لور او زوی د ابدایې او لېسې دورې د فراغت په مناسبت د افغانانو دا ټینګار ستایلی، چې په هېواد کې یې د نجونو پر زده کړو کړی دی.

 

نوموړي یو ځل بیا په ټینګار سره له طالبانو غوښتي، چې په هېواد کې باید نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په وروستي راپور کې وویل چې څلور میلیونه افغان ماشومان پر زده کړو د طالبانو د بندیز سربېره، د بېلابېلو دلایلو له امله ښوونځیو ته نه شي تللی.

 

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د لوی اختر په پیغام کې له پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو وغوښتل چې افغانان د طالبانو نظام سره یوځای کېدو ته وهڅوي.

 

طالبانو په کور دننه له غوښتنو او ټینګار سربېره د نړیوالو هېڅ غږ او فشار ته غاړه نه ده ایښې او له تېرو څه کم څلورو کالو راهیسې یې افغانې نجونې له هر ډول زده کړو منع کړې دي.

 

#د #Afghanistan #Education @KarzaiH

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه