ویب ډیسک
په پاکستان کې د حیواناتو د شمېرنې اړوند اداره په تازه خپاره شوی ارقامو کې ښیي چې د خرو شمیر نور هم زیات شوی دی، چې ټولټال شمیر یې ۶ میلیونه ۴۷ زره ته رسیدلی دی.
د غواګانو شمېر په یوه کال کې ۱.۳۷۸ میلیونه زیات شو، چې له ۴۶.۳۱ میلیونه څخه ۴۷.۶۸۸ میلیونه ته ورسېد.
د احصایې د ادارې د یوه سند له مخې، په پاکستان کې د خرو شمیر په یوه کال کې ۱۰۹۰۰۰ نور زیات شو، چې وروسته د خرو ټولټال شمیر له ۵.۹۳۸ ملیون څخه ۶.۰۴۷ ملیون ته لوړ شو.
په سند راغلي چې د غواګانو شمېر په یوه کال کې ۱.۳۷۸ میلیونه زیات شو، چې وروسته د غواګانو شمېر له ۴۶.۳۱ میلیونه څخه ۴۷.۶۸۸ میلیونه ته لوړ شو.
په سند کې راغلي چې په یوه کال کې د پسونو شمېر ۳۸۸۰۰۰ زیات شوی، او ټول شمېر یې له ۳۲.۷۳۱ ملیون څخه ۳۳.۱۱۹ ملیون ته لوړ شوی، پداسې حال کې چې د وزو شمېر ۲.۳۵۸ ملیون زیات شوی، او د وزو ټول شمېر له ۸۷.۰۳۵ ملیون څخه ۸۹.۳۹۳ ملیون ته لوړ شوی دی.
د سند له مخې، په هیواد کې د اوښانو شمیر ۱۴۰۰۰ زیات شوی، چې له ۱،۱۶۳،۰۰۰ څخه ۱،۱۷۷،۰۰۰ ته رسیدلی، پداسې حال کې چې د اسونو شمیر ۱۰۰۰ او د خاچرونو شمیر ۳،۰۰۰ زیات شوی، چې د اسونو شمیر ۳۸۳،۰۰۰ او د خاچرونو شمیر ۲۲۷،۰۰۰ ته رسیدلی.
په سند کې راغلي چې په یوه کال کې د څارویو شمیر ۲.۱۷۱ ملیون زیات شوی، او د غواګانو شمیر له ۵۷.۵۴ ملیون څخه ۵۹.۷۱۱ ملیون ته لوړ شوی دی.


