ويب ډيسک
هغه زیاته کړه، په دغه خبرو اترو کې لازمه ده، چې امریکا او اروپایي هېوادونه هم ګډون وکړي، دغه راز یې په روسیې د فشار کمولو له امله د دویم ځل اشغال خطر د زیاتېدو اندېښنه وښوده.
زیلینسکي وایي، د جګړې له امله په اوکراین کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵،۱۰۰ تنو ته رسیدلی او دغه راز ۳۹۰،۰۰۰ نور ټپيان دي.
هغه وایي، په دغه جګړه کې د روسیې د تلفاتو شمېر ۳۵۰،۰۰۰ ته رسېږي، او اټکل کېږي چې د ۶۰۰،۰۰۰ څخه تر ۷۰۰،۰۰۰ پورې ټپیان شوي دي.
د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د اشغال امر وکړ، او په دې توګه د روسیې-اوکراین جګړه پیل شوه.


