دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امریکا مرستو بندیدو له امله افغانستان کې د میندو مړینه زیاتېدای...

د امریکا مرستو بندیدو له امله افغانستان کې د میندو مړینه زیاتېدای شي

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سیمه ییز  مشر سمېت وایي، د امریکا متحده ایالتونو د مالي مرستو د ځندیدو له امله د میلیونونو افغانانو په ځآنګړي ډول د ښځو د مړینې کچه لوړه کېدای شي.

هغه د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي،  په افغانستان کې د دغه وضعیت دوام به له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ کال پورې د ۱۲۰۰ میندو د مړینې لامل شي.

نوموړی وایي، د مرستو د بندیدو په پایله کې به په افغانستان کې له ۹ میلیونو څخه زیات خلک او په پاکستان کې له ۱.۲ میلیونو څخه زیات افغان کډوال د طبي مرکزونو د تړل کیدو له امله روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.

پیو سمیټ، وايي: «کله چې زموږ پروژې تمویل نه شي، ښځې مجبورې دي چې یوازې او په ناپاکو شرایطو کې زیږون وکړي.

دې صندوق دا هم ویلي چې په ټول هېواد کې ښځو ته د روغتیايي خدماتو او پاملرنې چمتو کول اړین دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه