ويب ډيسک
د خیبرپښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور وایي د پاکستان له مرکزي حکومت سره تفاهم به ډېر زر یو پلاوی افغانستان ته، له طالب مشرانو سره خبرو اترو لپاره ولېږي.
نوموړي ویلي، په پاکستان او افغانستان کې د امنیت د تأمین لپاره یې طالبانو سره اړیکه کړې، خو دا چې د طالبانو ۲ مهم مشران په سعودي عربستان کې وو، له دې امله یې کتنه کې ځنډ راغلی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی له څو ورځو راهیسې له افغانستانه بهر وو.
سرچینې وایي د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر غړي بیرسټر محمد علي سیف په مشرۍ به د ولسي مشرانو یوه جرګه کابل ته لاړه شي او پر ډیورنډ فرضي کرښه د امنیت او سوداګریزې پراختیا په اړه به طالبانو سره خبرې وکړي.
سرچینه همدارنګه زیاتوي چې له دې پلاوي وروسته به د دواړو خواو د غړو په شمول یوه لویه جرګه وشي چې قبایلي مشران او چارواکي به هم په کې ګډون ولري.
پاکستان تر دې وړاندې هم کابل ته طالبانو سره د خبرو اترو لپاره پلاوي لېږلي چې هدف یې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابرول ښودل شوي دي.
ګنډاپور په داسې حال کې بیاځلي د جرګې د لېږد خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې خیبرپښتونخوا کې وسله وال بریدونه زیات شوي او پاکستاني چارواک يې د ملامتۍ ګوته طالبانو ته نیسي.
افغانستان حکومت بل خوا، په پاکستان کې روانه ناامني د هغه هیواد کورنۍ مسئله بولي او وایي چې پر نورو پړه اچول دا ستونزه نه شي حل کولای.


