دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍکاناډا راتلونکو ۳ کلونو کې نږدې یو نیم میلیونه کډوال مني

کاناډا راتلونکو ۳ کلونو کې نږدې یو نیم میلیونه کډوال مني

ويب ډیسک

کاناډا په راتلونکو ۳ کلونو کې له ټولې نړۍ د ۱۴ لکو کډوالو منلو لړۍ پیل کړه.

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر شان فریزر ویلي، چې دغه هېواد هوډ لري په ۲۰۲۳ کال کې ۴ لکه او ۶۵ زره، په ۲۰۲۴ کې څلور لکه او ۸۵ زره او ۲۰۲۵ کې نیم میلیون وګړو ته پناه ورکړي.

د کاناډا د کډوالو وزیر همداراز زیاته کړې، چې له کرونا وروسته د اقتصادي پیاوړتیا، د جمعیت د ستونزو هوارولو او د پیاړو کارګرو اړتیا ته په کتو غواړي خپل جمعیت له کډوالو سره ډېر کړي.

ورته‌مهال د کاناډا د سوداګرۍ شورا رییسې ګولډي هېډر له دې پرېکړې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې یوازې ۵۸.۵ سلنه له هغه کسانو څخه چې دې هېواد ته د دایمي پاتې کېدو لپاره راځي، تکړه کارګران دي.

افغانستان کې د جمهوریت له سقوط او د طالبانو بیا واکمېدو سره سم کاناډا څه باندې ۲۵زره افغانانو ته پناه ورکړې او دغه شمېره به تر ۲۰۲۴ کاله پورې ۴۰ زرو ته ورسوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه