لیک :واحد شیراڼی
سائیں له زونده دومره ډک انسان ؤو سي نن د هغه د مرګ په ورځ هم دا احساس نه کېږي سي مړ دۍ. سائیں تل د زوند او زوندانه خبرې کولې, ځکه نن هم د سائیں وړې وړې روښانه سترګې داسي احساسېږي لکه پروند سي مي ورسره ناسته سوې وي.
سائیں په نوي 90 کاله عمر کې هم يو توانا انسان ؤو او هغه جذبه ئې لرله لکه يو ځوان هلک, ځکه به ئې کله کله په خندا راته وئيل سي واحد “عدم تشدد ” څه ته وائي, بيا به ئې په خپله جواب هم ووئيلو ” د انګرېز او پنجابي په ضد پښتانه ته د عدم تشدد خبره کول داسي ده لکه څوک سي زمري ته واښه (ګياه) کښېږدي سي خوره ئې,”.
سائیں لکه ژان پال سارتر د دې نظر خاوند ؤو سي تشدد به په تشدد ختمېږي, هغه به ووئيل سي پکار وه سي پښتانه جنګ کړۍ وائ لاکن پښتون له داسي ستونځو سره مخامخ دۍ سي جنګ نسي کولائ, ځکه اکثره به ئې وئيل سي د حکمت او صلاحيتو جنګ دۍ, سائیں به وئيل پکار دۍ سي پښتانه هنر زده کړي او صلاحيتونه پکار راولي. ( سائیں ته ملنګ وئيل ځکه ډېره غلطه خبره ده ).
سي به چا پوښتنه وکه سي پښتانه سي د جنګ توان نه لري او جنګ هم ضروري دۍ نو به پښتانه څنګه ځان خلاسوي?. نو سائیں به وئيل پکار دۍ سي پښتانه سياست وکي او د خان شهيد د خپل قام خپله پارټۍ په رڼا کې سياست وکي. هغه به وئيل سي سياست لکه د خورک او څښک غوندي اړين کار دۍ.
سائیں سي څومره په سياست ټينګار کاوه دومره زيات به ئې د ليډر د صلاحيتو او جرات خبره کوله.
د سائیں په قول پښتانه سي دا وخت له کمې بدې ورځې سره مخامخ دي دومره بده ورځ په تېر دوه سوه کاله کې نه د راغلې, سائیں سي به دا خبره کوله نو په تندي کې به ئې ګونجې راغلې خو بيا به ئې په سترګو کې د اميد رڼا راغله او وئيل به ئې ” مامود په پوهېږي مامود صلاحيتونه لري مامود ښاغلی دۍ, مامود پښتون له دې تورې دورې ايستلائ سي. پکار دۍ سي پښتانه د مامود ملا ټينګه کړي”.
سائیں سوچه پښتون ؤو او په سياست کښې ئې و خان شهيد ته تر ټولو پښتنو سياستدانانو لوړ مقام ورکولۍ, او وئيل به ئې د خان شهيد سياسي اسلوب, کړه وړه او بڼه سوچه پښتني وه.
سائیں به په ساده پښتو او کليوالي مثالونو د ټولنې هر تضاد داسي اوشنلۍ سي غېر سياسي انسانان به ئې هم سياسي کولۍ او سياسي به ئې قام دوستان کول.
سائیں د پښتون قام د نه پر مختګ يو لوئ لامل تربورګلوي ګڼله او وئيل به ئې سي پکار دۍ پښتتانه خپل منځي اختلافات له منځه يوسي.
سائیں به لکه سقراط په ځوانانو کښې داسي خبره کوله سي پور هغه به ښه بحث کېدو او پايله به ئې د لوئ سياسي سوال ته د جواب وئيلو پېلامه ګرزېده.
سائیں اوس هم زوندئ دۍ سي کله هم د سائیں په باب سوچ کوم هغه مسېدل هغه ږغا هغه خندا هغه اخلاس احساسوم.
سائیں زوند ؤو سائیں ځان ؤو , سائیں د پوهنتون درجه درلوده, سائیں پور پېړيو پېړيو خور انسان ؤو, سائیں کله هم نه مري سائیں به تل زوندۍ وي او د سائیں د ښاغلي مامود ښاغلي ملګري به دخپل منزل په لوري په مېړانه روان وي او نه ستړېکېدونکې مبارزه به دوامداره ساتي.


