ويب ډیسک
د روسیې او طالبانو ترمنځ ناندریو وروسته له هغې زور واخیست چې طالبانو ته د مسکو ناسته کې د ګډون بلنه ورنکړل شوه.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشیف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي ؤ طالبان د امریکا لخوا جوړه شوې پروژه ده ویلي دي چې د طالبانو تحریک د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته د هېواد د ژغورنې لپاره د خلکو له منځه راپورته شوی او د یوه اسلامي نظام د جوړولو لپاره یې مبارزه کړې ده.
دې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د اسلامي امارت د استازو له شتون پرته په مسکو کې جوړېدونکې غونډه نیمګړې ده او له افغانستانه د استازي نشتون د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغېزې لرلی شي.
ټاکل شوې چې مسکو کې د سیمې هېوادونو غونډه د نومبر میاشتې په نیمایي کې جوړه شي چې پکې د طالب استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.


