دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍد نړۍ تر ټولو لوی اورشیندونکی غر بیا فعال شوی

د نړۍ تر ټولو لوی اورشیندونکی غر بیا فعال شوی

ويب ډیسک

د امریکا په هاوایي ایالت ټاپو کې د ماونا لوا اورشیندونکی غر له ۴۰ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا فعال شوی دی.

د امريکا د ځمکې پېژندنې ادارې ويلي، د اورشیندونکی ذرات او اېرې که څه له خپله ځایه خوزېدلي خو تخريب یې د غره تر څوکې پورې محدود دی او د دې غره په لمنو کې د استوګنې سيمې له خطر سره مخامخ نه دي.

یادې ادارې تر دې وړاندې د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی ؤ، چې احتمالي پېښو ته تیار شي ځکه وروستیو میاشتې کې دغه سیمه ډېرو زلزلو لړزولې وه.

ماونا لوا چې د نړۍ تر ټولو لوی اورشیندونکی غر بلل کیږي، یو له پنځو اورشیندونکی غرونو څخه دی چې په هاوایي ټاپو کې شتون لري او لوړوالی یې د سمندر له سطحې نه شاوخوا ۴۱۷۰ متره اټکل شوی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه