ويب ډیسک
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ توکیو ته خپل دوه ورځني سفر په لړ کې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت او د دې هېواد د یوې خیریه موسسې له ډیپلوماټانو سره کتلي او په افغانستان کې یې د بشري اړتیاوو، بشري حقونو او سیاسي موضوعاتو په اړه ورسره خبرې کړي.
وېسټ په خپله ټوېټر پاڼه له جاپانه د “فعالې ډیپلوماسۍ او دوامداره سخاوت” له امله مننه کړې ده او لیکلي یې دي چې جاپان له تېرو شلو کلونو راهیسې افغانستان کې د امریکا ملګری او د دغه هېواد د خلکو ملګری پاتې شوی.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي ؤ، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ به له ملګرو هېوادونو او افغانانو سره افغانستان کې پر بشري وضعیت، اقتصادي ناورین، د افغانو د حقونو خوندیتوب او پر ګډو امنیتي اندېښنو خبرې وکړي.


