دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد کې...

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پاکستان پر سفارت بريد کې يو ساتونکی ژوبل شوی

ويب ډیسک

له راپورونو سره سم د ډېسېمبر پر دويمه په کابل کې د پاکستان شارزدافېير يا ناظم الامور عبيدالرحمان نظاماني په خپل سفارت کې روان وو چې ناڅاپه ډزې ورباندې وشوې. د ډزو په نتيجه کې د هغه ساتونکی ژوبل شو، خو نظاماني ته زيان نه دی رسېدلی.

لومړنۍ پلټنې ښيي چې نامعلومه وسلوالو سفارت ته نېږدې ودانۍ څخه ډزې کړې دي، خو په کابل کې د طالبانو حکومت په دې اړه نورې پلټنې پيل کړې دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف تر پېښې سمدستي وروسته پر ټويټر په خپاره کړي بيان کې د سفارت پر عملې بريد په سختو ټکو غندلی دی. نوموړي زياته کړې: “زه د دې ناوړه عمل د ژر تر ژره پلټنو او د عاملینو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کوم.”

پاکستانيو رسنيو د سفارتي سرچينو په حواله ليکلي چې په کابل کې د پاکستان د سفارت ټول کارکوونکي په موقتي ډول اسلام اباد ته غوښتل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه