دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍبایډن ویلي: مرستندویه کارکونکو باندې د اسرائیل له برید وروسته «په غصه...

بایډن ویلي: مرستندویه کارکونکو باندې د اسرائیل له برید وروسته «په غصه او ناهیلی» شوي دی

ویب ډیسک

بایډن وویل ، چې هغه د خوړو مرستندویه کارکونکو باندې د اسرائیلي ځواکونو له برید وروسته «په غصه او ناهیلی» شوي دی چې د دوی د اوو تنو د مړینې لامل شو.

د رویټرز په وینا ، هغه په یوه بیان کې له اسرائیلو وغوښتل چې د مرستندویه کارمندانو د ساتنې لپاره ډیر هڅه وکړي.

بایډن وویل: «د دې پیښې په اړه اسراییلو تحقیقات باید چټک او ځواب ویونکي وي، او موندنې یې باید علنی شي».

تر دې مخکې د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي وو، چې د غزې په ديرالبلاح کې د خوراکي توکو پر مرستندويه کارکوونکو د دي ځواکونو بريد غير قصدي وو.

ویل کېږي چې په دا برید کې د یوه امریکايي وګړي په ګډون د خوراکي توکو اوه کارکوونکي وژل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه