ویب ډیسک
د ترکیې سیمهییزو چارواکو اعلان کړی، چې په استانبول کې د یوه نایټکلب د ودانۍ د ترمیم پر مهال اورلګېدنې کې لږ تر لږه ۲۹ کارګران مړه شوي دي.
ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې دا پېښه نن د سهشنبه د وږي ۱۴ مه د استانبول په «بشکتاش» ولسوالۍ کې په یوه ۱۶ پوړیزه ودانۍ کې شوې ده.
تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د ترکیې د عدلیې او کورنیو چارو وزارتونو د اور لګېدو په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.
همدارنګه د استانبول والي ټینګار وکړ چې اور د دې ودانۍ په لومړي او دویم پوړ کې د یوه نایټکلب د ترمیم پر مهال رامنځ ته شوی دی.
د هغه په وينا، دغه نايټکلب د ودانيزو چارو د ترميم لپاره لازم جوازونه نه دي ترلاسه کړي.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې د اووه تنو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
له بلې خوا د ترکیې د عدلیې وزیر په اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې تر اوسه پورې د دغه نایټکلب د درېیو کسانو او د یوه کارکوونکي په ګډون پنځه کسان په دې تړاو نیول شوي دي.


