ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) وايي، افغانستان کې ۳.۴ میلیونه وګړي، چې نیمايي یې ښځې او نجونې دي، بېځایه شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې همداراز ویلي، “دا ښځې او نجونې د تاوتریخوالي له خطرونه سره مخ دي” او ټینګار یې کړی چې اوس د دې وخت دی څو له بشري حقونو څخه دې سرغړونې ته د پای ټکی کېښودل شي.
افغانستان کې په تېرو کلونو کې د سختو جګړو له امله په میلیونونو افغانانو خپل کورونه له لاسه ورکړي او بېځایه شوي دي، چې اوسمهال په ناسم اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.


