ويب ډیسک
که څه هم د طالبانو امنیتي مسولین د پېښې په اړه څه نه وایي خو یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته پېښه تایید کړه او وې ویل چې چاودنه د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارلامان په سیمه کې شوې ده.
ویل کېږي چې پېښه د “ایمان” په نوم په یو جومات کې شوې ده.
دا جومات د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند اړوند دی.
د پېښې څرنګوالی لا نه دی معلوم خو سرچینې ویلي چې مرګ ژوبله لري.
په همدې حال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د معلوماتو په راغونډولو بوخت دی.


