دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتحریک طالبان پاکستان د روژې له ۲۹ مې بیا د کوچني اختر...

تحریک طالبان پاکستان د روژې له ۲۹ مې بیا د کوچني اختر تر لسمې ورځې اوربند اعلان کړ.

ویب ډیسک

تحریک طالبان پاکستان (TTP) د روژې له ۲۹ مې بیا د کوچني اختر تر لسمې ورځې اوربند اعلان کړ.
د امریکا غږ ډېوې څانګې د راپور له مخې پاکستاني طالبانو نن پرون جمعه د اعلامیې له مخې د پاکستاني طالبانو مشر مفتي ابو منصور عاصم خپلو وسله والو ته امر کړی چې په دغه ورځو کې اوربند مراعت کړي.خو په خبره یې که چیري ورباندې برید کیږي باید ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په چارسده او شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پولیسو او پوځ د برید مسؤلیت پاکستاني طالبانو اخیستی دی.
د امریکا غږ ډېوې څانګې د معلوماتو په اساس پاکستاني طالبانو په روانه اپرېل میاشت کې پر پاکستاني سرتیرو د نژدې ۴۰ بریدونو مسؤلیت منلی دی.

د پاکستان پوځ تر دا مهاله په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تحریک طالبان پاکستان شاوخوا میاشت مخکې په پاکستان کې پسرلني پوځي عملیات اعلان کړل.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه