یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍزيلينسکي د جي شل په سرمشريزه غونډه کې د ګډون بلنه تر...

زيلينسکي د جي شل په سرمشريزه غونډه کې د ګډون بلنه تر لاسه کړې

ويب ډیسک

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلينسکي د جي شل صنعتي هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې د ګډون بلنه تر لاسه کړې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپريل په ۲۸مه نېټه په دې اړه وويل، چې د شلو صنعتي هېوادونو ګروپ بايد خپلې عمده دندې ته توجه وکړي، نه دا چې نړیوالې اقتصادي او پولي همکارۍ په سياسي وسلو وګرځوي.

نوموړي وويل، چې د شلو هېوادونو ګروپ د نړيوال اقتصادي او پولي همکاريو لوی فورم دی. اوس نړيوال وضعيت پيچلی او ثابت نه دی او د نړیوالې ټولنې يووالي او همکاريو ته اړتیا لري.

وانګ ون بين زياته کړه، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د مقابلې پر ځای پر ډيالوګ ټينګار وکړي، د پاشل کېدو پرځای بايد پر ګډو همکاريو ټينګار ولري او په ګډه بايد نړيوال ثبات وساتي او د شخړو د پراخېدو مخه دې ونيسي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه