دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچارسده او باجوړ کې بمي چاودنو کې لږ تر لږه یو تن...

چارسده او باجوړ کې بمي چاودنو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

ويب ډیسک

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي، د اپریل پر ۲۹مه په چارسده او باجوړ کې بمي چاودنو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

 

د چارسدې د پولیسو یو مشر سهیل خالد د اپریل پر ۲۹مه، مشال راډیو ته وویل، یوه چاودنه په نسته تاڼې او بله یې نږدې د پولیسو په امنیتي پوستې ترسره شوې ده. د نوموړي په وینا په دواړو چاودنو کې د پولیسو یو سرتیري وژل شوی، نور چاته ځاني زیان نه دی رسیدلی خو د امنیتي پوستې او تاڼې دیوالونه یې خراب کړي دي. وژل شوی پولیس سرتیری رحم بادشا نومېده.

 

سهیل خالد چې د پېښور په پولیس لاین کې یې د پولیس سرتیري رحم بادشا په جنازه کې یې خبرې کولې، دا هم وویل چې دواړه چاودنې د ځای پر ځای شویو ماینونو په واسطه ترسره شوي دي. پولیس وايي د پېښو په تړاو یې پلټنې روانې دي. تر دې دمه کومې ډلې د بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

 

د پولیسو مشر سهیل خالد وايي:

 

“په ټول ملک او په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ د پېښو د ترهګرۍ د ممکنه پېښو اطلاعات مو ترلاسه کړي وو، موږ ورته تیاری نیولی، امنیت مو ټینګ کړی او انتظامات مو نیولي دي. له دې پېښو وروسته به امنیت نور هم ټینګوو.”

 

هلته د اپریل پر ۲۹مه، د باجوړ په ایراب ماموندو کې هم بمي چاودنه ترسره شوې چې پکې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل شوي دي.د باجوړ ضلعې د پولیسو افسر عبدالصمد خان د اپریل پر ۲۹مه رسنیو ته وویل، چاودنه ماسپښین مهال ترسره شوې او ژوبل تنان لومړی د خار باجوړ لوی روغتون او بیا وروسته د پېښور روغتون ته رسول شوي دي.

 

نوموړي وویل چې چاودنه د عزیزالرحمان په نوم د یو ځايي تن د کور خوا ته ترسره شوې ده او پکې د نورو ترڅنګ دغه کس هم ژوبل شوی دی. نوموړی وايي، تر دې دمه یې د پېښې په تړاو کومه ګرفتاري نه ده کړې.

 

ایراب د باجوړ دمرکز خار نه لویدیځ لوري ته په نږدې ۲۰ کیلومیټرۍ کې پرته سیمه ده او د ماموندو تحصیل برخه ده.

 

د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر فضل شکور خان چې د اپریل پر ۲۹مه یې په پېښور پولیس لاین کې له رسنیو سره خبرې کولې او د وژل شوي پولیس سرتیري په جنازه کې یې ګډون کولو، مشال راډیو ته وویل، که څه هم په تیر څه مهال کې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي او امنیت یې خراب کړی خو حکومت له خپلو مسوولیتونو خبر دی او د پېښو تر شا لاس لرونکي ځیني کسان نیول شوي هم دي. نوموړي زیاته کړه چې د داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې خطره د نړۍ د نورو سیمو په شان دلته په پاکستان کې هم شته خو د هغه په وینا دا ډله دلته دومره منظمه نه ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه