دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپوتين: امريکا او ناټو بايد د روسيې د امنیت ساتلو لپاره پوره...

پوتين: امريکا او ناټو بايد د روسيې د امنیت ساتلو لپاره پوره او قانوني ضمانتونه ورکړي

ويب ډیسک

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتین د فبرورۍ په ۱۰مه نېټه د دغه هېواد د ډيپلوماتانو ورځې په مناسبت ټولو ډيپلوماتانو ته مبارکي ویلې ده. هغه په خپلو خبرو کې له امريکا او ناټو څخه غوښتي، چې د روسيې د امنیت ساتلو لپاره بايد پوره او قانوني ضمانتونه ورکړي.

د روسيې د ولسمشرۍ ويبسايټ په همدې ورځ د پوتين د مبارکۍ پوره پيغام خپور کړی دی.

پوتین په اشارې ويلي، چې اوس نړیوال وضعیت مخ په ترینګلي کېدو او د ستراتيژيک امنیت د ساتلو او د ممکنو ګواښونو سره د مقابلې په برخو کې بايد نور زیات کوښښونه ترسره شي، نو روسیه له امريکا او ناټو څخه غواړي چې د روسيې د امنیت ساتلو لپاره پوره او قانوني ضمانتونه ورکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه