ويب ډیسک
د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو ښار کي د يوه جامع جومات مخې ته د چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
چاودنه د جمعې په ورځ غرمه د جمعې تر لمانځه مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې لمونځ کوونکي مسجد ته روان ول.
د بادغيس ولايت له پاره د طالبانو د عامې روغتيا سرپرست رئيس مولوي محمد آصف قانت دویچه ویله ته وويل، له چاودنې وروسته د قلعه نو ر
وغتون ته يو مړی او ۱۴ ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه چې وژل شوي او ټپيان ملکي وګړي دي او د یوه ټپي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
په بادغيس کې د طالبانو د فرهنګي کمېټې مسؤل او ویاند باز محمد سروري دویچه ویله وويل: »تراوسه د پيښې لامل نه دی معلوم خو د موضوع په اړه څېړنې روانې دي.«
د چاودني مسؤوليت تر اوسه کوم چا یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستی، خو له دې مخکې داعش پر یو شمیر مسجدونو د دا رنګه بریدونو مسؤلیت منلی وو.


