دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپنجاب ايالت کې د توپانونو او ورښتونو له امله په بېلابېلو سيمو...

پنجاب ايالت کې د توپانونو او ورښتونو له امله په بېلابېلو سيمو کې ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

ویب ډیسک

د راپورونو له مخې، د پاکستان پنجاب ايالت کې د توپانونو او ورښتونو له امله په بېلابېلو سيمو کې ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۲ نور ټپیان دي.

 

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه توپانونه او ورښتونه تېره ورځ شوي دي.

 

سرچینې د پنجاب ایالت د طبيعي پېښو د مديريت ادارې له قوله لیکلي چې دغه سخت توپانونه په راولپندۍ، جهلم، شيخ‌پوره، ننکانه او د لاهور ښار په بېلابېلو سيمو کې شوي دي.

 

سرچینې ویلي، د دغو توپانونو او ورښتونو له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۲ نور ټپیان دي.

 

د چارواکو په وينا، په اغېزمنو سيمو کې ګڼ خټين کورونه هم زيانمن شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه