ویب ډیسک
پاکستان د ملګرو ملتونو له لوري د وسله والو شخړو پر مهال د اوبو خوندیتوب غونډه کې د هند له لوري د اندوس اوبو تړون پر ځنډ اندېښنه څرګنده کړې ده.
ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي مرستیال عثمان جدون دا اقدام خطرناک، د نړیوالو قوانینو خلاف او د پاکستان ۲۴۰ میلیونه وګړو بقا ته ګواښ بللی دی.
پاکستان یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې مخکې له دې چې وضعیت د انساني ناورین یا سیمه ییزې بې ثباتې لور ته ولاړ شي، باید فعال ګامونه پورته کړي.
ملګرو ملتونو کې د پاکستان مرستیال دایمي استازي د نړیوال بانک پر کمزوري رول هم اندېښنه څرګنده کړې ده، چې په اندوس اوبو تړون کې ضامن پاتې شوی دی.
هند له پهلګام پېښې وروسته د پاکستان ضد اقداماتو کې د اندوس اوبو تړون چې د پاکستان ۸۰ سلنه کرنیزه ځمکه خړوب کوي، وځنډاوه.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي وو، چې چمتو دي، څو هند سره د اندوس اوبو پر ځنډول شوي تړون خبرې وکړي، خو د هند لومړي وزیر ټینګار کړی، چې پاکستان ته یو «څاڅکی» اوبه هم نه ورکوي.
# #India #Pakistan


