ويب ډيسک
د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانانو د موقت خوندیتوب لغوه کولو پرېکړې د پخوانیو سرتېرو او بشري حقونو فعلانو ترمنځ سخت غبرګون پارولی دی.
یو شمېر پخواني امریکايي سرتېرو او فعالانو رسنیو سره خبرو کې دا پرېکړه «احمقانه» بللې او خبرداری یې ورکړی، چې له «فزیکي مقاومت» سره به مخ شي.
د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیرې، کریسټي نوم روانه میاشت اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د ۱۰ زرو افغانانو موقت خوندیتوب یا TPS پروګرام لغوه کوي.
سره له دې چې د افغانانو ژوند له خطر سره مخ ګڼل شوی، کریسټي نوم ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ګواښ نشته دی.
د امریکايي پلي ځواکونو یوه پخواني قوماندان اندرو سولیوان چې اوس له افغانانو او عراقي متحدینو سره په همکارۍ بوخت دی، د ټرمپ ادارې دا پرېکړه هغو کسانو ته «سپکاوی» بللی، چې خدمت یې کړی.
که څه هم د افغانانو د موقت خوندیتوب پروګرام د لغوه کولو پر ضد غږونه اوچت شوي دي، خو ښايي متحده ایالات د شړلو بهیر په جولای کې پیل کړي.
د موقت خوندیتوب په بهیر کې شاوخوا ۱۰ زره افغانان پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایستل شوي وو، څو په متحده ایالاتو کې دایمي پناه او خوندیتوب ترلاسه کړي.
# #US #AfghanRefugees #TPS


