دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند، پاکستان دې د خپلو کورنیو ستونزو او ناکامیو له امله دې...

هند، پاکستان دې د خپلو کورنیو ستونزو او ناکامیو له امله دې د نورو ملامتول پرېږدي

ویب ډیسک

د هند بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغو ادعاوو ته غبرګون ښودلی، چې د بلوچستان په برید کې یې دغه هېواد په لاس لرلو تورن کړی و.

 

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند روډني جیسوال پاکستان خپله د ترهګرۍ مرکز بللی او ټینګار یې کړی، چې د خپلو کورنیو ستونزو او ناکامیو له امله دې د نورو ملامتول پرېږدي او خپل امنیت ته دې پام وکړي.

 

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د بلوچستان بولان درسره کې پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د بلوڅ آزادي غوښتونکو برید هند طرحه او له افغانستان رهبري کېده.

 

طالبانو هم د پاکستان د خارجه وزارت ادعاوې رد کړې دي او ټينګار یې کړی، چې دغه هېواد دې پر نورو د تورونو لګولو پر ځای داخلي امنیت ته پام وکړي.

 

طالبانو د پاکستان ادعاوې داسې مهال رد کړې دي، چې پر دې برید او د «بې ګناه» انسانانو پر وژلو یې خواشینې ښودلې وه.

 

پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د برید او مسافرو د برمته کولو مسوولیت بلوڅ آزادي غوښتونکو منلی و او ادعا یې وکړه، چې پاکستان ته د ورکړي وخت پای ته رسېدو سره سم یې برمته شوي پوځي مسافر ووژل او سیمه یې ترک کړه.

# #India #Pakistan #Politics #Balochistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه