دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنیویارک ټایمز:طالبانو شپږ میاشتو کې د پخواني حکومت کابو ۵۰۰ پوځيان او...

نیویارک ټایمز:طالبانو شپږ میاشتو کې د پخواني حکومت کابو ۵۰۰ پوځيان او کارکوونکي وژلي

ويب ډیسک

د یوې تازه څیړنې پایلې ښکاره کوي چې طالبانو واک ته له رسیدو وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې د پخواني حکومت ۴۹۰ پوځیان او کارکوونکي وژلي او یا هم لادرکه شوي‌ دي.

ددغه څیړنیز راپور له مخې چې د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۲ (وري ۲۳) نیویارک ټایمز خپور کړی د هغو کسانو په منځ کې چې وژل شوي او یا هم لادرکه شوي، د افغانستان د پخواني‌ حکومت د نظامیانو او کارکوونکو خپلوان هم شامل دي.

نیویارک ټایمز ویلي‌ دي چې دغه راپور د اوو میاشتو په موده کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د نهو خبریالانو په همکاري جوړ شوی او دا راپور تر دې مهاله د پخواني حکومت د پوځيانو او کارکوونکو په وړاندې د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو‌ په اړه جامع څیړنه ده.

ددغه څیړنیز راپور چمتو کوونکو ویلي چې د طالبانو له خوا یې د افغانانو د وژلو او لادرکه کیدو ټول ۴۹۰ موارد په جلا جلا توګه څیړلي دي او ددې راپور په چمتو کېدو کې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو ، عیني شاهدانو او د قربانیانو د کورنیو د غړو د څرګندونو څخه کار اخیستل شوی دی.

په راپور کې راغلي واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، هغوی د پخواني حکومت غړي تر نیولو وروسته ځورولی او بیا یې په ډزو  وژلي او یا هم سرونه ورڅخه پرې کړي.

ددغه راپور له مخې یوازې په بغلان ولایت کې د پخواني حکومت ۸۶ پخواني پوځیان د طالبانو له خوا وژل شوي‌ دي.

راپور د طالبانو له خوا د عمومي عفوي اعلان د درواغو یوه ادعا بللې او ویلي یې دي چې طالبانو د عمومي عفوه د اعلان په پلمه، دام ته د پخواني حکومت د کارکوونکو د اچولو لپاره کار اخلي.

طالبانو تر دې وړاندې د پخوانیو پوځیانو څخه د غچ اخیستلو تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې ددغو نظامیانو یو شمیر وژنې شخصي دښمنو سره تړاو لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د (سلواغې ۱۱) د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې وویل: ” د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه خبرې سمې نه دي چې ګنې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیدو وروسته دپخواني حکومت سل تنه غړي وژل شوي.”

نوموړي زیاته کړې چې د دوی لخوا له عفوې وروسته هیچاته اجازه نشته چې چاته زیان ورسوي. هغه ټینګار کړی دی که د شخصي «انتقام جویي» له امله داسې کومه پیښه شوی وي، دوی یې پلټنه کړې او عاملین مجازات شوي دي.

خو د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي دي چې د پخواني حکومت د پوځیانو او ملکي کارکوونکو په وړاندې د طالبانو غچ اخیستونکي بریدونه هدفمندانه او قصدي دي.

راپور همدارنګه ادعا کوي چې طالبان د غربي هیوادونو د مالي مرستو او ملاتړ د خپلولو په هدف د پخواني‌ حکومت د‌ پوځيانو او کارکوونکو د عمومي عفوي په اړه درواغ وایي او غواړي ښکاره کړي چې دا ډله بدله شوې ده.

د راپور چمتو کوونکو وویل هغوی هڅه وکړه چې ددې تحقیق په اړه د طالبانو  نظر هم واخلي خو ځواب یې ترلاسه نکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه