دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍقطر امریکا سره د ۱۶۰ بوینګ الوتکو قرارداد لاسليک کړ

قطر امریکا سره د ۱۶۰ بوینګ الوتکو قرارداد لاسليک کړ

ویب ډیسک

قطر ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ د سفر په لړ کې هغه هیواد بوینګ امریکايي شرکت ته د ۱۶۰ الوتکو فرماېش ورکړ چې دا تر دې دمه د یاد شرکت تر ټولو لوی قرارداد بلل شوی دی.

 

دا قرارداد چې تقریباً ۲۰۰ میلیارده ډالر ارزښت لري، د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر نظر لاندې لاسلیک شو.

 

یاد قرارداد د بوینګ شرکت د مشر کیلي اورتبرګ او د قطر هوایي شرکت د مشر بدر محمد المیر ترمنځ لاسلیک شوی دی.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د الوتکو پېرلو دا قرارداد «په زړه پورې» بللی دی.

 

تر دې وړاندې قطر اعلان کړی و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت یوه ځانګړې الوتکه ډالۍ کوي.

 

# #QATAR #TRUMP

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه