چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولانا فضل الرحمان وايي،، هند کې د نریندرا مودي محبوبیت ختم شوی...

مولانا فضل الرحمان وايي،، هند کې د نریندرا مودي محبوبیت ختم شوی او استعفی دې وکړي.

ویب ډیسک

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وايي، هند کې د نریندرا مودي محبوبیت ختم شوی او استعفی دې وکړي.

هغه دا څرګندونې د هند او پاکستان له نظامي شخړې وروسته تازه یوې پاکستانۍ رسنې سره کړې دي.

مولانا د هند پر لومړي وزیر نریندرا مودي تور لګولی چې هڅه یې وکړه، څو د هندوتوا یا د هندوپالنې کارت وکاروي، خو پکې بریالی شوی نه دی.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر وايي، مودي له دې وړاندې هم د هندوستان له ملت د رایې ترلاسه کولو لپاره مسلمانان ځپلي خو ټینګار کوي، چې هغه نور په دې کار کې نه بریالی کېږي.

د هند لومړي وزیر په پهلګام کې د ۲۶ هندیانو له وژل کېدو وروسته پر پاکستان د سندور عملیاتو امر ورکړ چې په دغه هېواد کې یې د جیش محمد وسله والې ډلې په ګډون لسګونه ترهګر ووژل او د هغوی روزنځایونه یې په نښه کړل.

مولانا فضل الرحمن پر پاکستان د هند سندور عملیات غندلي او دا یې په پاکستان کې پر دیني مدرسو، مرکزونو او د عامو خلکو پر کورونو بریدونه بللي دي.

نوموړي د هند پر وړاندې د پاکستاني پوځ کلک درېدل ستایلي او له پاکستانیانو یې هم مننه کړې، چې د پوځ تر شا ولاړ و.

د پاکستان دیني – سیاسي عالمان داسې مهال د هند پر وړاندې د پاکستان جګړه ستايي چې د سیمه ییزو چارو کارپوهان وايي، پاکستان هڅه وکړه دې جګړې ته مذهبي اړخ ورکړي.

څارونکي ټینګار کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه او راپورته کېدونکې شخړې د خپلو ګټو لپاره دي او هېڅ دیني یا مذهبي اړخ نه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه