ويب ډيسک
د ایران د اېراف ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ایران پرېکړه کړې، چې د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې پنځه میلیارد ډالره پانګونه وکړي.
راپور زیاتوي، چې د اټکل له مخې ایران د افغانستان یو ټن اوسپنه د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت واردوي او تر پروسس وروسته یې په فولادو بدلوي او بیا یې د ۶۰۰ ډالرو په ارزښت صادروي.
په راپور کې راغلي، دغه پانګونه چې کولای شي په راتلونکو پنځو کلونو کې ایران ته تر ۳۰ میلیارډ ډالرو زیاته ګټه ورسوي.
راپور کې همدا راز راغلي چې، تر دې دمه ایران د افغانستان کانونو او په ځانګړې توګه د اوسپنې په کانونو کې شاوخوا ۲.۳ مېلیارده ډالره پانګونه کړې.
افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي ویلي، چې “د افغانستان بډایه کاني سرچینو د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره بې ساري فرصتونه برابر کړي دي.”
د اټکلونو له مخې، افغانستان شاوخوا ۲.۲ میلیارده متریک ټنه د اوسپنې زیرمې لري، چې دا یې د نړۍ د لسو مخکښو هېوادونو په ډله کې راولي.


